کریم: پر حزب اسلامي د بندیزونو لیرې کولو کمېسیون کار پیل کړ

د حزب اسلامي استازي وایي، پر دغې ډلې د نړیوالو بندیزونو د لیرې کولو حکومتي کمېسیون خپل کار پیل کړی دی.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم نن ازادي راډیو ته وویل، دولت د یوې داسي دوسیې په جوړولو بوخت دی چې له مخې یې له دغې ډلې بندیزونه لیري کوي.

هغه زیاته کړه:

"د بندیزونو د لیرې کولو د کمېسیون کارونه پیل شوي دي، خبري پیل شوي، حکومت نړیوالو سازمانونو او هغو حکومتونو ته د لېږلو لپاره د دوسیې په جوړولو بوخت دی چې پر حزب اسلامي یې بندیزونه لګولي و."

ښاغلي کریم وویل چې له نړیوالو بندیزونو د حزب اسلامي ایستل د ملي وحدت حکومت له ژمنو څخه وه چې دغه ډله هم ورسره همکاري کوي.

د حزب اسلامي د معلوماتو له مخې په دې اړه د افغانستان د ملي امنیت له شورا او دغه راز د ملګرو ملتونو د دایمي غړیو هېوادونو له استازو سره په تماس کې دي.

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ نږدې دوې اوونۍ مخکې د سولې هوکړه د ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار تر منځ لاسلیک شوه.