هلمند چارواکي: لښکرګاه کې ۳۱ وسله‎وال طالبان وژل شوي

د هلمند چارواکي وايي، د لښکرګاه ښار پر دوهمه امنیتي حوزه حمله کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وسله‎وال طالبان ووژل شول.

د هلمند د والي د دفتر خبرپاڼه وايي، وسله‎والو طالبانو پرون دوشنبې پردې سیمه پراخه حمله وکړه چې په ځواب کې یې حکومتي لوري سیمه بمبارد کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې د لښکرګاه ښار د دوهمې امنیتي حوزې په مهاجر بازار کې په انتحاري حمله کې لږ تر لږه درې ملکي کسان وژل شوي دی.

په لښکرګاه کې پرون د پولیسو ۱۰ تنه افسران هم په انتحاري حمله کې ووژل شول.

د خبرپاڼې په حواله، امنیتي ځواکونو ته د وسله‎والو طالبانو وسلې او نور مهمات هم ور پاتې شوي دي.