چخانسوري: یو شمېر ګمارنې د سیاسي اړیکو په اساس شوي

جمهوري ریاست وایي، یو شمېر لوړ پوستونه د سیاسي اړیکو په اساس ورکړل شوي دي.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري نن خبریالانو ته وویل حکومت ژمن دی چې په دې برخه کې اصلاحات راولي.

هغه زیاته کړه:

"په اکثرو برخو کې په ځانګړي ډول په امنیتي او دفاعي برخو کې یوشمېر لوړ پوستونه د سیاسي اړیکو او واسطو په اساس شوي، نه د وړتیا وو په اساس، په دې برخه کې لازمو اصلاحاتو ته اړتیا ده چې دولت به تر لاس لاندې ونیسي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپلو وروستیو خبرو کې په حکومتي ادارو کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی او په فساد کې ښکیل چارواکي یې د وسله والو مخالفینو په څېر خطرناک بللي.

دا په داسې حال کې چې د هلمند او کندز په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخیستی او ولسمشر غني په روانو جګړو کې د سرتیرو او ملکي وګړو د تلفاتو پړه پر هغو چارواکو واچوله چې د ده په وینا لیاقت نه لري خو د مصلحتونو پر بنسټ پر پوځي مقامونو ټاکل شوي.