د کندز جګړو له امله ۱۱ زره کسان بې ځایه شوي

د کندز ولایتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې د جګړو او روانو ناامنیو له امله زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

د دې شورا یو غړی مولوي خوش محمد نصرتي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې لاهم په دې ولایت کې امنیتي وضعیت کړکېچن دی او زیاتو افغان ځواکونو ته اړتیا موجوده ده.

ښاغلي نصرتي یې په اړه وايي:

"کندز جګړې له امله اوس مهال پنځه زره کسان مزارشریف ته او ۶ زره نور کسان تخار ولایت ته راغلي دي، همدارنګه نورکسان کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو ته کډه شوي دي."

څه باندې ۵ زره کسان بلخ ولایت ته د کندز له جګړو څخه بې ځایه شوي دي او د بلخ ولایت د چارواکو په خبره چې ورته خوراکي او د ځای امکانات هم برابر دي.

د بلخ ولایت مقام سکتوري مشر ذبیح الله اختري یې په اړه وايي:

"دا شمېر خلک چې بلخ ولایت ته راغلي دي ورته د ځای امکانات هم برابر شوي، موږ ورته درې وخته ډوډۍ او صحي امکانات هم په حاجي کمپ کې برابر کړي."

له کندزه راغلي کډوال د مزارشریف په حاجي کمپ کې اوسېږي، په دې کمپ کې یو شمېر ښځې او نارینه د خوراکي او د ځای د شتونو له د امکاناتو له نشتوالي شکایت کوي.

څو تنو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه خالد یم، کندز ولایت کې وضعیت خراب دی، موږ جګړو مجبوره کړو چې بلخ ته راشو، اوس نه خوارکي مواد لرو او نه هم کافي ځای.

-زه فاطمه نومېږم، کندز کې جنګ روان دی، خلکو خپل کورونو او مالونو پرېښي او له خپلو بچو سره راکډه شوي یو، خو خوارکي مواد نه لرو او نه هم د څښاک اوبه."

د کندز ولایتي شورا غړي وايي چې په دې ولایت کې د جګړو او روانو ناامنیو له امله زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.

د کندز د جګړو له امله مزارشریف ته په راغلو بې‎ځایه شویو کې ماشومان هم تر سترګو کېږي او دوی شکایت لري چې د جګړې له امله له زده‎کړو وروسته پاتې شوي دي.

حسنیه ۱۲ کلنۍ نجلۍ ده چې له حکومته غواړي څو ژر کندز کې امنیت تأمین کړي او دوی بېرته ښوونځي ته ولاړې شي.

حسینه وايي:

"جګړې کندز کې زموږ کور وران کړ، مکتبونه مو وتړل شول، اوس زه غواړم کندز کې امن راشي او بیا مکتبونه پیل شي."

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي پوځ د حملو له امله یې کورونه وران شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایتي شورا د استازو په خبره چې جګړه لاهم دوام لري او په پام کې ده چې راتلونکو دوو اونیو کې احتمالاً ۱۰زره تنه نور کندزیان هم کډوال شي.

مجیب الرحمن حبیب زی