مهري: فراه ښار ته نږدې د طالبانو ګواښونه له منځه وړل شوي

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې فراه ښار ته نږدې نوبهار سیمه کې د وسله والو طالبانو ګواښونه له منځه وړي او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري ازادي راډیو ته وویل چې فراه ښار ته نږدې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ وروستیو نښته کې۱۰ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور هم ټپیان شوي دي.

مهري زیاته کړه چې دا مهال د نوبهار په ځینو سیمو کې خال خال نښتې روانې دي.

هغه وویل وسله وال طالبان د درنو تلفاتو په ګاللو سره فراه ښارته له نږدې سیمو نه په شاشوي دي.

بلخوا قاري یوسف چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې په یاده جګړه کې افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې خو د فراه چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د تېرو څو ورځو راپه دېخوا په نوبهار سیمه کې د افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.