ولسي جرګه ځیني چارواکي د ناامنۍ زیاتېدو په خاطر استجوابوي

د ولسي جرګې مشر وایي، د امنیتي ادارو چارواکي کندزکې د ناامنۍ د زیاتېدو په خاطراستجوابوي.

عبدالروف ابراهیمي نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې د کندز سقوط او دغلته د جګړې دوام یو لړ جدي پوښتنې راپیدا کړي او امنیتي چارواکي باید ځواب ورکړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د کندز سقوط جدې پوښتنې راولاړې کړي، باید امنیتي مسؤلین د ولسي جرګې تالار ته راوغوښتل شي او د کندز سقوط او دغلته د نا امنیو د دوام پوښتنې ترې وشي."

ښاغلي ابراهیمي وویل، که د هېواد امنیت ته جدي پام ونه‎شي د کندز له سقوط وروسته به د هېواد نور ولایتونه هم د وسله‎والو مخالفانو لاس ته ورشي.

دا په داسې حال کې ده چې په کندز کې نن د اتمې ورځې لپاره جګړه روانه ده.

خو امنیتي چارواکي وایي، د کندز مهمې برخې له وسله‎والو تصفیه شوي دي.