د میندوارو مېرمنو باید څه ډول ساتنه او پالنه وشي؟

د حامله مېرمنو باید څه ډول ساتنه او پالنه وشي؟ کورنۍ په دغه وخت کې له مور سره کومې مرستې کولای شي؟

او د یوې داسې ټولنې له فعالیتونو به هم خبر شئ چې د کابل ښار په غریب مېشتو سیمو کې میندوارو مېرمنو ته مرستې رسوي.

حاملګي یا له زېږون نه مخکې مرحله د مور او ماشوم لپاره یو حساس وخت دی چې په دې مرحله کې مور له ګڼو صحي ستونزو سره مخامخ وي،ګڼې کورنۍ د میندوارې مېرمنې روغتیا ته چندان پام نه کوي اویا د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای مېرمن وخت په وخت ډاکتر ته بوځي، ځینو ته بیا دا عادي پروسه ښکاري، په حامله مېرمنو درانه کارونه کوي، مناسب خواړه نه ورکوي او بلاخره د کورنیو همدغه بې غوري د دې سبب کېږي چې مور د حمل او زېږون پر وخت له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

د قصبې د کمپ اوسېدونکې لیلما وایي دا چې به کله میندواره وه درانه کارونه به یې کول، مناسب خواړه به یې نه خوړل او وخت په وخت به ډاکتر ته هم نه تله چې بیا یې د حمل په وخت کې دوه ماشومان ضایع شول.

خو دا چې مېرمن لیلما او دې غوندې نورې مېرمنې څنګه په دې وپوهېدې او څنګه یې وکړای شول په خپل ژوند کې تغیرات راولي، د ټي. ډي. اچ یا د کورنۍ لیدنې په نوم یوه ټولنه د کابل ښار په غریب مېشتو سیمو کې هغو مېرمنو ته چې صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري دا معلومات وړاندې کوي، د نوموړې ټولنې یوه کارکوونکې سپوږمۍ چې د قصبې، چمن ببرک،پروان دو او پروان سه سیمو ته د مېرمنو د درملنې او ترننګ لپاره ورځي د د دې ټولنې د فعالیتونو په اړه راته وایي.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ