خط نو سازمان: حکومت دې د کندز خلکو ته رسیدګي وکړي

د خط نو په نوم سازمان د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي چې د کندز خلکو ته رسیدګي وکړي.

دغه سازمان وایي، د کندز د بې‌ځایه شویو او د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې لپاره‌یې د پيسو صندوق جوړ کړی دی.

د خط نو رئیس فهیم صدیقي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سازمان هڅه کوي څو تر راتلونکو څو ورځو پورې د کندز اړو خلکو ته نغدي مرستې برابرې کړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ازادي راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې په کندز ښار کې د اوومې ورځې لپاره هم د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ جګړه دوام لري.

د کندز د ولایتي شورا مسؤلان هم وایي چې په دغه ولایت کې د توکو بیې ډېرې لوړې شوي دي.