د اجنډا نشتوالي له امله د ولسي جرګې عمومي غونډه تر سره نشوه

ځینې افغان کارپوهان د اجنداء نه لرلو له امله د ولسي جرګې د عمومي غونډې نه دایرېدل، خواشینوونکې ګڼي او د ځینو کارپوهانو او وکیلانو له غبرګون سره مخ شوه.

افغان کارپوهان وايي، د ولسي جرګې د عمومي غونډو دایرېدل او په کې د هېواد په مهمو موضوعګانو بحث کول، مهم او اړین دي او دا جرګه باید خپلې غونډې ونه ځنډوي.

د دې کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر، له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ولسي جرګې د غونډې پر ځنډ ېدو انتقاد وکړ او ويې ویل چې د ولسي جرګې غړي باید د خلکو او هېواد پر وړاندې خپل مسؤلیتونه درک او عملي کړي.

سیاسي کارپوه کبیر رنجبر

هغه زیاته کړه:

"دغه لوی مسؤلیت هم په قانون ګذاري کې اوهم د اجرائیه قوې د نظارت په برخه کې، دوی نه دی درک کړی،دوی باید منظم پلانونه ولري او د خلکو، هېواد او دولت د ستونزو د حل لپاره ابتکار وکړي، زه ډېر خواشینی یم چې دوی اجنداء نه لري."

ولسي جرګه د شنبې، دوشنبې او چهارشنبې په ورځو عمومې غونډې لري او پکې د هېواد، خلکو او دولت پر مختلفو موضوعګانو بحثونه کوي او قوانین تصویبوي خو د شنبې په ورځ یادې جرګې داچې اجنداء نه لرله عمومي غوڼده دایره نه کړه.

دې کار د جرګې د ځینو غړیو غوسې هم راوپارولې.

د ولسي جرګې غړې فاطمې عزیز سربېره پردې چې د کندز ولایت پر وضعیت یې اندېښنه وښوده ويې ویل، کېدای شي د اسې لاسونه هم وي چې د ولسې جرګې د غونډې د جوړېدو مخه یې ونیوله.

په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازې فاطمه عزیز

نوموړې زیاته کړه:

"له دې څخه کومه موضوع مهمه کېدای شي چې په اجنداء کې یې نه ده نیولې، موږ پیشنهاد کاوه چې د کندز موضوع باید یو طرفه شي، ښايي دلته هم لاسونه وي چې نه يي غو ښتل عمومي غونډه جوړه شي،موږ غوښتل چې نن د کورنیو چارو او دفاع وزیران په اضطراري توګه راغوښتل شوي وای."

پخوا تردې هم څو څو ځلې د ولسي جرګې عمومي غونډې د نامعلومو دلایلو له امله ځڼدېدلې چې د ولسي جرګې د غړو د اندېښنو سبب شوي دي.

که څه هم مخکې له دې د ولسي جرګې غړیو د عمومي غونډو د ځنډېدو پړه، پر اداري پلاوي اچوله، خو داځل دا پړه د جرګې د ځینو غړیو په شخصي بوختیا و او د کمېسیونونو لخوا د اجنداء په نه چمتو کولو اچول کېږي.

په عین حال کې د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالرووف انعامي وايي، په ځینو مواردوکې د ولسي جرګې د عمومي غونډو د نه دایرېدو علت، د کمېسیونونو لخوا د یوې واحدې اجنداء نه چمتو کول دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي، ځینې لاسونه شته چې د ولسي جرګې په چارو کې مداخله کوي:

"حکومت په پارلمان کې مداخله کوي، دوی ولسي جرګه کمزورې کړې ده، دننه په پارلمان کې ډلې لري او تمویلوي يې."

ښاغلي ایوبي په دې برخه کې د حکومت مشرانو ته ګوته ونیوله.

په ورته وخت کې د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا ادعاګانې رد کړې او ویي ویل چې ولسي جرګه د قانون له مخې په خپلو تصامیمو کې خپلواکه ده او حکومت په کې هیڅ ډول مداخله نه کوي.

راپور: خان محمد سیند