دانش: بادغیس کې د ۳۸پولیسو سره د اړیکې ټینګولو هڅه کوو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هغو ۳۸ سرحدي پولیسو سره د اړیکو نیولو لپاره هڅې کوي چې د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې لادرکه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې، سره له دې چې له وسله والو طالبانو سره یې د دغو ځواکونو د یوځای کېدو خبره ونه منله خو ویې ویل چې له تېرې ورځې راهیسې له دغو پولیسو سره یې اړیکې پرې شوې دي:

"کومکي سرتېري سیمې ته تللې دي، دغه ساحه مو بېرته نیولې ده، موږ هڅه کوو چې له دغو ځواکونو سره زموږ اړېکه برته ټینګه شي، خو موږ تراوسه ددغو ځواکونو برخلیک په اړه ډېر دقیق معلومات نه لرو. "

له بلې خوا بیا د بادغیس امنیه قوماندان عبدالروف تاج له طالبانو سره د دغو ځواکونو د یوځای کېدو په تایید سره د دغو سرحدی پولیسو شمیر ۴۷ تنه وښودل، خو د بادغیس ولایتي شورا دغه شمېر۶۰ تنه یادوې.

د بادغیس یوشمېر سیمه ییز چارواکي وایي، دغه سرحدي پولیس وروسته له هغې له طالبانو سره یوځای شول چې له څو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو په محاصره کې وو او د تجهیزاتو له کمښت سره مخ شوي وو.