یاکیا امانو: د ایران اټمي تړون ماتېدونکی دی

د ملګرو ملتونو هغه څانګه چې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اټمي تړون څارنه کوي، وایي، لاهم دا تړون ماتیدونکی دی، ځکه چې دا تړون د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د بحثونو یوه لانجمنه موضوع ده.

د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر «یاکیا امانو» جرمني اژانس ته په یوه مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه، وویل، وړې تخنیکي ستونزې او د تړون د تطبیق وړې مسئلې کیدای شي چې په سترو سیاسي موضوعاتو بدلې شي او دا ممکنه ده چې پر تړون ډیر منفي اغېز وکړي.

امانو وویل، تر دې دمه ایران تړون عملي کړی، د یورانیمو غني کیدل یې له ټاکلي اندازې سره کم کړي او د سنټرفیوزیونو شمیر یې هم لږ کړی دی.

تهران دا هڅې د جنوري په میاشت کې له نړیوالې ټولنې سره د شوي تړون له مخې کوي چې په بدل کې یې لویدیځ پر ایران لګولي بندیزونه لرې کړې دي.

د امریکا د ډیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن د دې تړون ملاتړ کوي او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پر دې تړون سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي، که دی ولسمشر شي د تړون پاڼې به وشکوي.