د کندهار شاولي کوټ کې ماین چاودنې ۲ ماشومان وژلي

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د یوه ماين په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د شاولي کوټ ولسوالۍ د تغراک په سېمه کې تېره ورځ ناوخته په یوه کرونده کې ماشومانو لوبې کولې چې پر یوه فرعي سړک ښخ شوي ماین ورباندې وچاودېد.

د خپلواک په وینا په پېښه کې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه اته کلن او نهه کلن دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.