مالیار: د فراه نوبهار او رج سیمو کې ۳۲ مخالفین وژل شوي

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي تېره شپه یې فراه ښار ته څېرمه د نو بهار او رج پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو حملې پر شاتمبولي دي.

د فراه دامنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې په جګړه کې ۳۲ وسله وال طالبانو وژل شوي دي.

ښاغلي مالیار زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې کمانډو، ملي اردو، ملي پولیسو او هوايي ځواک برخه اخیستې وه او ټاکل شوې چې یاد عملیات نن هم ادامه ولري.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په فراه ولایت کې د تېري شپې په جګړه کې یوه امنیتي پوسته نیولې او لس کمانډو ځواکونه یې هم وژلي، خو افغان چارواکو د وسله والو طالبانو یاده ادعا رده کړې ده.

د فراه په نوبهار او رج سیمو کې د تېرو څلورو ورځو راپه دېخوا د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري، ویل کېږي چې له رج په نوم سیمې څخه وسله وال طالبان شا شوي خو د نوبهار په ځینو سیمو کې لاهم حضور لري.