سيګار افغانستان کې د زرګونو خيالي پوځيانو په باب وضاحت وغوښت

په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار د امريکا له دفاع وزارت يا پنټاګون څخه د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې د لسګونو زره خيالي سرتېرو او پوليسو د راپورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

ويل شوي چې د امريکا حکومت له ٢٠٠٢میلادي کال راهيسې د سخت دريځو وسله والو پرضد په مبارزه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره د څه باندې ٦٨ ملياردو ډالرو په اندازه مالي مرسته کړې ده.

د امريکا متحدو ايالتونو او د ناټو متحدانو د روان ميلادي کال په لومړيو کې ژمنه وکړه چې لږ تر لږه تر ٢٠٢٠میلادي کاله پورې به د افغانستان پوځ او پوليسو ته په کال کې شا و خوا ۵ مليارده ډالره برابروي.

د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار مشر جان سوپکو

خو د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار مشر جان سوپکو په هغه ليک کې چې د امريکا دفاع وزارت ته يې لېږلى ويلي، د دغو پيسو يوه اندازه ښايي په درغلۍ سره پر هغو پوځيانو لګول شوي وي چې اصلاً د افغان قواوو په ليکو کې موجود نه وو.

ويل شوي چې دغه ليک په اګست مياشت کې لېږل شوى و، خو د جمعې په ورځ يې جزئيات په رسنيو کې خپاره شول.

په ليک کې ويل شوي، په ورکړل شويو ارقامو کې د افغان امنيتي ځواکونو شمېر زيات ښوول شوى، حال دا چې د هغوى اوسنى شمېر تر دې کم دى.

په پوځ او پوليسو کې خيالي سرتېري هغه دي، چې په حقيقت کې موجود نه وي، خو په نامه يې معاش اخيستل کېږي.

دا هغه څه دي چې د افغانستان دفاع وزارت يې نه مني، د دغه وزارت مرستيال وياند بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، دوى هڅه کوي د دغسې مواردو مخه ونيسي:

محمد رادمنش

"په دفاع وزارت کې فکر نه کوم، دا مسئله موجوده وي، که وي هم موږ په دې برخه کې ډېر حساس يو، که داسې موارد پيدا شي دفاع وزير او لوى درستيز په دې برخه کې جدي مبارزه کوي، کوښښ کوو د دغسې پېښو مخه ونيسو."

د افغان امنيتي ځواکونو شمېر دا مهال درې لکه او شل زره ښوول شوى، خو ويل کېږي، امريکايي چارواکي فکر کوي د دوى اصلي رقم ښايي تر دې لا کم وي.

د افغان امنيتي ځواکونو يعنې اردو او پوليسو د شمېر په اړه د سيګار ادارې د مشر د ليک جزئيات په داسې حال کې خپرېږي چې افغان ځواکونه د افغانستان په شمال او جنوب کې له دولت ضد وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

دوى، له دوشنبې راهيسې په کندوز کې له وسله والو طالبانو سره په پوځي مبارزه بوخت دي، په هلمند او فراه کې هم افغان ځواکونه په ورته مبارزه اخته دي.

په وروستيو کې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقا نور کينتور په وروستيو کې ويلي وو د هلمند د پوليسو په لس زره کسيزو تشکيلاتو کې ۵٠٠٠ تنه يې خيالي وو، چې معاشونه يې د ده په وينا تر کورنيو چارو وزارت پورې د ځينو کسانو جېبونو ته تلل.

د رويټرز اژانس په حواله د امريکا دفاع وزارت په افغان امنيتي ځواکونو کې د درغلۍ او اداري فساد د مخنيوي لپاره ځينې اقدامات کړي چې د پوليسو او سرتېرو لپاره يې بايوموټريک سيسټم ايجاد کړى دى.

خو په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې مشر جان سوپکو ويلي، دغسې سيسټم هغه وخت اغېزناک تمامېږي چې د افغان پوځيانو شمېر دقيق تثبيت شوى وي.