نامتو افغان سندر غاړي ناشناس د خپلې مړینۍ اوازې رد کړې

د افغانستان نامتو سندر غاړي ناشناس د ده د مړینې په اړه اوازې رد کړې دي.

ډاکټر صادق فطرت ناشناس چې په لندن کې اوسېږي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دی روغ دی.

ډاکټر ناشناس دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې په ټولنیزو رسنیو کې د ده د مړینې وازې خپرې شوې.