راپورونه وايي چې د ترکیې او سوریې سرحد ته نېږدې د اسلامي دولت ډلې یا داعش لهخوا په یوه بمي حمله کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي.
ویل کېږي چې د دې حملې ډېری قربانیان د سوریې د حکومت وسلهوال مخالف جنګیالي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې چې مرکز یې په لندن کې دی نن وویل چې دا چاودنه د سوریې د ادلیب ښار په اتمې «Atmeh» سرحدي سیمه کې شوی او هغه وسلهوالیې په نښه کړي دي چې مرکزونهیې په ترکیه کې دي او په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد جنګېږي.
د داعش اړوند اعماق خبري آژانس ویلي، دا یوه انتحاري حمله وه چې د دې وسلهوالو کاروان پهکې په نښه شو.