بروکسل غونډه افغانستان سره د مرستو پر ژمنو پای ته ورسېده

د بروکسل کنفرانس د څلورو راتلونکو کلونو په مخه له افغانستان سره د پنځلس اعشاریه دوه میلیاردو ډالرو مرستې په اعلان سره پای ته ورسېد.

د اروپايي ټولنې د نړیوالې همغږۍ او پراختیا کمېشنر نیوین میمکا «Neven Mimica» د بروکسل کنفرانس په پای کې وویل، دا یې وخت نه‌دی چې اوس‎مهال د افغانستان له خلکو سره مرستې او یا د هغوی لپاره پانګونې کمې شي.

ده وویل:

"زه دلته یم چې په خوشحالۍ سره اعلان وکړم چې نن مو په ګډه ژمنه وکړه څو د څلورو راتلونکو کلونو لپاره له افغانستان سره د پام وړ اندازه پیسې یعنې پنځلس اعشاریه دوه میلیارده امریکايي ډالره مرسته اعلان کړو."

په دې ناسته کې افغان ولسمشر اشرف غني وویل، له دې ژمنې سره د نړیوالو په ان د افغانستان اعتبار نور هم زیات شو.

ښاغلی غني وايي:

"دا یوه ژمنه ده. د دې تعهد پر ځای کول په نړیوالې ټولنې پورې اړه نه‌لري. دا په افغانانو پورې اړه لري."

تمه ده چې تر ۲۰۲۰ میلادي کاله پورې له افغانستان سره دا څه باندې ۱۵ میلیاره ډالره مرسته په بنسټیزو برخو، ښې حکومتوالۍ او بېلابېلو پروژو ولګول شي.