پاکستان له افغانستان سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

پاکستان د بروکسل په کنفرانس کې د ګاونډي هېواد افغانستان د پرمختګ لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو د مرستې د اعلان ترڅنګ پر ‌‌طالبانو غږ وکړ چې له تشدده لاس واخلي او د سولې لار غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د بلجیم په بروکسل ښار کې د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په غونډه کې له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ټولټال ۱۵ اعشاریه ۲ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوې.

دغه کنفرانس د افغان مشرانو او اروپايي اتحاديې په ګډ کوربه‎توب جوړ شوی و چې د ۷۰ هېوادونو استازو په‎کې برخه اخیستې وه.

بروکسل کې افغانستان سره د ۱۵.۲ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز دغه کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغانستان د پرمختګ لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

ښاغلي عزیز همداراز د افغانستان ادارو د بیا ودانۍ لپاره افغان محصلینو ته د طب، انجنیرۍ، بانکدارۍ او نورو څانګو کې د ۳۰۰۰ سکالر شېپونو ورکولو ژمنه هم کړې ده.

عزیز افغان محصلینو ته د سکالرشېپونو د ورکولو ژمنه په داسې وخت کې کړې چې د پاکستان حکومت څه موده وړاندې هم افغان محصلینو ته په بېلابېلو برخو کې د ۳۰۰۰ سکالر شېپونو ورکولو اعلان کړی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه هېواد تر دې مخکې هم له افغانستان سره د زيربناوو، تعلیم او روغتیا په برخه کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرسته کړې چې له مخې یې ځینې پروژې د بشپړېدو په حال کې دي.

عزیز: طالبان دې د سولې له پروسې سره یوځای شي

عزیز کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغان سولې بهیر او په افغانستان کې د تلپاتي ثبات لپاره پر سیاسي خبرو ټینګار وکړ، دا یې غوره لار وبلله او ویې‌ویل:

"سوله‌ییز او باثباته افغانستان د پاکستان لپاره ډېر مهم دی. پاکستان به د څلور اړخیزې همغږۍ کمېټې له لارې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره خپل کوښښونه جاري ساتي."

ښاغلي عزیز د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند تر منځ د سولې د تړون د لاسلیکېدو هرکلى وکړ او پر افغان طالبانو یې غږ وکړ چې:

"زموږ پېغام ‌طالبانو ته همغه دی چې له تشدده لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یوځای شي."

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون تر اوږده انتظار وروسته څو ورځې مخکې لاسلیک شو چې د نورو هېوادونو تر څنګ‌یې امریکا او پاکستان هرکلی وکړ.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د تړون تر لاسليکېدو وروسته له ‌طالبانو هم وغوښتل چې له جنګ جګړې لاس واخلي او د سول خبرو اترو ته دې راشي.

راپور: ذبیح مومند