کامه وال: کندز کې د طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی

د کندز سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شېرعزیز کامه وال نن چهارشنبې ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا عبدالسلام د کندز ښار په نننۍ جګړه کې سخت ټپی شوی وو چې وروسته د طالبانو له خوا د درملنې لپاره د چهادرې ولسوالۍ خروټي کلینیک ته انتقال شوی و چې د ژورو ټپونو له امله مړ شوی.

وسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ پر کندز ښار له څو برخو حمله وکړه او د ښار ځینې برخې یې ونیولې چې لا تر اوسه له افغان ځواکونو سره په جګړه کې دي.

وسله والو طالبانو کندز کې د خپل قوماندان د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.