کندز اوسېدونکي: طالبانو خبر راکړی څو کورونه ورته پرېږدو

د کندز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت د ښار شاوخوا سیمو کې وسله‎والو طالبانو یو شمېر کورنیو ته خبر ورکړی چې باید له خپلو کورونو ووځي او کورونه دوی ته خالي کړي.

اوس‌مهال جګړه د کندز ښار په لومړۍ حوزه، سه درک، کابل بندر، د سپین زر فامیلي، ناشر سینما او د ښار شمال لور ته د بالاحصار شاوخوا جریان لري.

کله-کله په ودانیو کې پټ وسله‎وال طالبان د کندز ښار په مرکزي چوک ډزې کوي خو افغان امنیتي ځواکونه وايي، د دغو ډزو ځواب په درنو وسلو ورکوي.

د کندز ښار اوسېدونکي وايي چې اوس‌مهال د دغه ښار خلک د خوراکي توکو او د څښاکو اوبو له نه‌شتون سره مخامخ دي او له درېيو ورځو راهیسې برېښنا هم قطع ده.

نن چهارشنبه په کندز کې د جګړې درېیمه ورځ ده، له ښاره هغه کورنۍ په وتو دي چې د تېرو درېیو ورځو جګړه کې کورونو کې بند پاتې وو، سلګونه کورنۍ غواړي له کندزه ووځي، له کندزه وتونکي هغه کورنۍ چې له کورنو راوتلي دي د موټرو له کمبود سره مخ دي.

نن چهارشنبه کندز کې د جګړې درېیمه ورځ ده.

د یادونۍ وړ ده چې له جګړې مخکې د کندز-بغلان تر منځ د یوه مسافر کرایه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ان ۵۰۰ افغانۍ شوې، همدارنګه پخوا له کندزه تر کابله د یو مسافر کرایه ۶۰۰ افغانۍ وه خو اوس مهال د کندز-کابل کرایه ۴۰۰۰ زره افغانۍ ته پورته شوې ده.

په ورته وخت کې د کندز د والي ویاند سید محمود دانش بیا وايي چې دغه ولایت ته په کافي اندازه ځواکونه رارسېدلي او هڅې کوي څو د کندز ښار په ۲۴ ساعتونو کې د طالبانو له شتونه پاک کړي.

خو بیا په همدې حال کې ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، د کندز ښار هغه سیمې چې وسله‎والو طالبانو نیولي دي لا هم د دوی په کنټرول کې دي.