کندهار کې د تازه مېوو د پروسس فابریکه جوړه شوه

کندهار ولایت کې د تازه مېوو د پروسس یوه فابریکه د پنځه میلیونو ډالرو په ارزښت جوړه شوه.

د دغې فابریکې مسؤل ساده دل سید نن ازادي راډیو ته وویل چې په دغه فابریکه کې انګور، انار او نورې تازه مېوې پروسس او بسته بندي کېږي او بیا وروسته نورو هېوادونو ته صادرېږي.

نوموړی وايي چې تر دې دمه په نمونه‌یي ډول له دغې فابریکې نه ۲۰۰ ټنه پروسس شوي انګور هندوستان، پاکستان او عربي اماراتو ته صادر شوي دي.