ولي: جګړې کندز کې پر خلکو اوبه او ډوډۍ قطعه کړې

د کندز د ولایتې شورا یو شمېر غړي وايي چې لاهم د کندز په ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي نن ازادي راډیو ته وویل چې کندزیان د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخامخ دي او په خورا سختو شرایطو کې شپې ورځې سبا کوي.

ښاغلی ولي زیاتوي:

"فعلاً د کندز ښار په واټونو او کوڅو کې جنګ روان دی، د خلکو وضعیت ډېر خراب دی پر خلکو اوبه او ډوډۍ قطع شوې او په خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي."

د کندز د والي ویاند محمود دانش بیا وايي چې افغان ځواکونو طالبان د کندز له ښاره په شاه تمبولي او وضعیت د دوی تر کنټرول لاندې دی.

ښاغلي دانش نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم رد کړه چې ګواکې جګړه دا مهال د کندز ښار په واټونو او کوڅو کې روانه ده.

له بلې‌خوا د طالبانو ویاند ذبح‌الله مجاهد بیا ادعا کوي چې لاهم هغه سیمې چې طالبانو په کندز کې نیولې وې د دوی په واک کې دي.