د هېواد امنیتي وضعیت په اړه د ولسي جرګې اندېښنې

د ولسي جرګې اداري پلاوی او یو شمېر غړي په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د اندېښې وړ بولي.

د دغې جرګې د کورني امنیت کمېسیون غړو سپارښتنه وکړه چې د جرګې راتلونکې غونډې ته به امنیتي مسؤلین د وروستیو نا امنیو د وضاحت لپاره وروغواړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نعمت‌الله غفاري چې نن‌یې د جرګې مشري هم کوله وویل چې امنیتي وضعیت نه‌یوازې په کندز بلکې په هلمند، ارزګان، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د ورځې په تېرېدو مخ پر خرابېدو دی.

د ولسي جرګې غړي په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو پر کندز ښار د پراخو بریدونو په پایله کې د دغه ولایت ځينې سیمې ونیولې.