سرخط: بریتانیا به افغان کډوالو لپاره ځانګړې مرسته اعلان کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په بروکسل کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس په اړه تړاو مطالب خپاره کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د نننۍ ګنې د سر په مطلب کې لیکلي چې د بروکسل په ناسته کې نړیوالې ټولنې تر راتلونکو څلور کلونو پورې له افغانستان سره خپله د څه باندې ۱۳ میلیارډه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

په مطلب کې راغلي، سرخط ته رسیدلي معلومات ښيي چې د نن په غونډه کې به هر هېواد له افغانستان سره د خپلو مرستو مشخصه اندازه اعلان کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، تمه وه چې په دې کنفرانس کې افغانستان د کال درې نیم میلیارډه ډالره مرسته تر لاسه کړي خو په دې رقم کې نهه میليارډه ډالر نور هم زیات شوي دي.

سرخط دغه شان په بروکسل کې د یوې بلې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخېستل شوی لیکلي:

په دغه کنفرانس کې به بریتانیا له دې مرستو جلا د افغان کډوالو لپاره د ۱۵ میلیونه پونډو مرسته اعلان کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې غوښتنې له وخته پوره کړي او په پوره چمتوالي سره یې د بروکسل په کنفرانس کې ګډون کړی دی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، مشهورو نړیوالو رسنیو د بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره بل فرصت بللی او زیاته کړه یې ده چې بیا به نړیواله ټولنه له افغانستان سره اوږدمهاله ملاتړ تازه کړي.

خو د سر مقاله لیکونکي په باور د افغانستان لپاره په دې برخه کې هم فرصت دی چې په دغه کنفرانس کې د هغې ترهګرۍ پر ضد غږ پورته کړي کوم چې د افغانستان په ګاونډ کې د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات د ګډوډولو لپاره روزل کېږي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې چارواکو په بدو شرایطو کې له یوې مودې راهیسې د بروکسل کنفرانس ته تیاری نیولو، تبلیغاتي کمپاین ښه په درز کې روان و، له حزب اسلامي سره هوکړه لاسلیک شوه او په ډېرو نورو اړخونو کې هڅې وشوې چې ګواکې د بروکسل کنفرانس ته چارواکي ډک لاسونه ولاړ شي او له هغه لوري هم ډک لاسونه راستانه شي.

خو د مطلب د لیکوال په وینا څوک چې د هېواد، سیمې او نړۍ د روانې وضعې په باب ژور معلومات او تحلیل لري، په دې اند دي چې اصلاً د بروکسل کنفرانس په خپله د افغانستان لپاره د تبیلغاتي کمپاین یوه برخه ده.

د لیکوال په باور د دوه اړخېزو ژمنو خبره دا هسې د اذهانو د بوخت ساتلو ډرامه ده.