د امریکا پوځ کندز ښار ته نېږدې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي

د امریکا پوځ پرون سې شنبه کندز ښار ته نېږدې د خپلو ځانګړو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو خبر ورکړ.

روېټرز خبري اژانس په کابل کې د امريکايي ځواکونو د قوماندانۍ په حواله ویلي چې دا عسکر به د اړتیا په وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو شمېر يې نه‎دی څرګند شوی.

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ښار زیاتې سیمې له وسله‎والو طالبانو نیول شوي دي.

محمود دانش زیاته کړه:

"دښمنان د ښار له شاوخوا په تېښته کې دي او پوهېدلي چې د افغانستان د اتلو ځواکونو پر ضد مبارزه او مقاومت نه‎شي کولای."

وسله‎والو طالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ښار زیاتې برخې تر خپلې ولکې لاندې کړې.