مشرانو جرګه: کندز کې د عملیاتو پر مهال دې ملکیانو ته پام وشي

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس له افغان ځواکونو غواړي چې په کندز کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

فضل هادي مسلمیار نن د مشرانو جرګې په غونډه کې په‎دې اړه وویل:

"افغان ځواکونه باید تصفیوي عملیات په احتیاط پیل کړي څو عام وګړي زیانمن نه‎شي او غوښتنه مو دا ده چې باید تازه دمې سرتیري کندز ته ورشي ترڅو وسله‎وال وځپل شي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې افغان ځواکونه په کندز ښار کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف په احتیاط تصفیوي عملیات پر مخ وړي.