چارواکي: کندز ښار کې جګړه لا دوام لري

چارواکي په کندز ښار کې د جګړې د دوام خبر ورکوي. د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر معصوم هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د ښار په ځینو برخو کې له طالبانو سره جګړې لاهم دوام لري.

ښاغلي هاشمي د ښار هغه سیمې یادې کړې چې دولتي ځواکونه په‎کې دي او دفاع ترې کوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې اوس زموږ په ولکه کې دي، د امینې قوماندانۍ زړه ودانۍ، د قوماندانۍ نوې ودانۍ، د ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او لومړۍ حوزه دي."

د کندز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر وویل چې د ښار په اوومه حوزه کې له وسله‎والو طالبانو سره نښتې لا هم روانې دي.

معصوم هاشمي وايي چې د تېرې شپې په نښتو کې وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند محمود دانش وايي چې له تېرې شپې راهیسې د کندز د جګړې مشري د ملي اردو ځانګړو ځواکونو یا سپیشل فورس په غاړه اخېستې او وسله‎وال طالبان یې د کندز ښار له حساسو برخو څخه په شا تمبولي دي.