کورنیو چارو وزارت: کندز ښار له وسله والو طالبانو ونیول شو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د زیاتو امنیتي ځواکونو له رسېدو سره کندز ښار له وسله والو طالبانو ونیول شو.

د دې وزارت ویندوې، صدیق صدیقي پرون دوشنبې ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې سیمې ته ځانګړي ځواکونه "سپیشل فورس" او کوماندو قواوې ورسيدې او د ښار مرکزي برخې له وسله والو طالبانو بيرته نیول شوې دي.

صدیق صدیقي زیاته کړه:

"زیات تمرکز د ښار د هغو سیمو پر تصفیې دی چې وسله والوطالبانو نیولې وې. دا چې څرنګه وسله وال تر ښاره ورسیدل، پدې اړه به وروسته څیړنې وشي. "

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي تېره شپه ازادي راډیو ته څرګنده کړه چې د جګړې د ادارې او د امنیتي ځو اکونو د هماهنګۍ مسؤلیت د ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته سپارل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو په مشرې د "غوڅ ملاتړ" ماموریت ځواکونه وايي، دوی او امریکايي ځواکونه په کندز کې د افغان امنیتي قواوو د ملاتړ لپاره کافي امکانات او سرچینې لري.

ناټو ویلي، په کندز کې د وسله والو طالبانو پر ضد جنګ د افغانستان امنیتي قواوې کوي.