مېلېبن: نړۍ دوو برخو کې افغانستان سره خپلو مرستو ته بدلون ورکوي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر هیله څرګندوي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به په افغانستان کې د سولې پروسه بریالۍ شي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.​

فرانس مایکل میلبین له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د بروکسل په غونډه کې به د نړیوالو په همکارۍ په افغانستان کې پر دوو عمده بدلونونو تمرکز وشي.

فرانس مایکل میلبین وايي، لومړی بدلون دادی چې د سولې پر پروسې به زیات تمرکز وشي، څو بریالۍ شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل میلیبن

هغه زیاته کړه:

"د نړیوالې ټولنې په همکاري لومړی بدلون دادی چې د سولې په بریالیتوب به زیات تمرکز وشي، که څه هم د سولې په پروسه کې ستونزې شته، خو څلور کلونه چې په وړاندې یې لرو، په دې پروسه به کار وشي او په دې موده کې به نړیواله ټولنه له افغان دولت سره کار وکړي چې ټاکل شویو اهدافو ته ورسېږي."

د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

ښاغلی میلیبن همدارنګه وايي، دویم بدلون د سیمه ییزې اجماع پر جوړېدو راڅرخي، څو ګاونډي هېوادونه د مسؤلیت احساس وکړي او د تروریزم په وړاندې جدي او قاطع عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له تروریزم سره د مبارزې برخه کې د سیمه ییزې اجماع د جوړېدو هدف د چین، روسیې او هند په ګډون یوولسو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې د حکومت په وینا لاس ته راړونې یې هم درلودې.

افغان حکومت ویلي چې له یوه هېواد پرته یې د سیمه ییزې اجماع ملاتړ ترلاسه کړی دی.

په تېرې یوې نیمې لسیزې کې د نړیوالو په همکاري افغان حکومت زیاتې هڅې وکړې چې د وسله والو طالبانو په ګډون له نورو مخالفو وسله والو ډلو سره سوله وکړي، خو په دې برخه کې بریالی نه شو.

د ملي وحدت حکومت له اوږدو او پرلپسې خبرو وروسته وتوانېد چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک لاسلیک کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست ټینګار کوي چې تروریزم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی او د تروریزم له ملاتړو هېوادونو غواړي چې د ترهګرو پر وړاندې ودرېږي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وايي، د امهال سیمه اونړۍ د تروریزم پر وړاندې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ کوي.

مینه پال: سیمه او نړۍ د تروریزم پر وړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه:

"حکومت یوې باعزته سولې ته ژمن دی او دا یې په عمل کې ثابته کړې هم ده، د افغان حکومت برحق دریځ څخه ګاونډیان، سیمه او نړۍ ملاتړ کوي، خو هغه هېوادونه چې تراوسه یې له تروریزم ملاتړ کړی له هغو غواړو چې د تروریزم پر وړاندې ودرېږي."

له بل لوري د سیاسي چارو کارپوه بشیر بېژن وايي، دا چې نړۍ په سیمه او افغانستان کې د تروریزم له خپرېدو په وېره کې ده، له همدې امله هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

سیاسي کارپوه بشیر بېژن

هغه زیاته کړه:

"د تروریستي ډلوو حضور د خپرېدو په حال کې دی، دا واقعیت دی چې سیمه یې زیانمنه کړې، له سیمې وروسته به یې لومړۍ لیکه اروپا وي."

د هغه په وینا په افغانستان کې د جګړې فکتور په ګوته شوی او د سولې لپاره ښې لارې موجودې دي، نو اړتیا ده چې حکومت د سولې پروسه د ملي هدف په توګه جدي تعقیب کړي.

راپور: رحمت الله افغان