هلمند والي: ناوه کې د طالب قومندان په شمول ۴۵ وسله‎وال وژل شوي

د هلمند د والي د فتر وایي، د ناوې ولسوالۍلپاره د طالبانو قومندان د ۴۵ نورو وسله‎والو مخالفینو سره وژل شوی.

د دغه ولایت له‎خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه وسله‎وال د امنیتي ځواکونو هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.

خبرپاڼه وایي، وسله‎والو طالبانو نن سهار پنځه بجې ناوې ولسوالۍ کې پر دولتي ودانیو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو کلک مقاومت سره مخ شول.

دوی وایي چې دا مهال د ناوې ولسوالۍ ټولې دولتي ودانۍ د امنیتي ځواکونو لاس کې دي او سیمې ته تازه دمي ځواکونه لېږل شوي دي.

خو وسله‎والو طالبانو په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.