د هلمند سیمه ییزو چارواکو د ناوې د سقوط راپورونه رد کړل

د هلمند چارواکي د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.

د یاد ولایت ویاند عمرځواک نن ازادي راډیو ته وویل چې د ناوې امنیه قوماندان او ورسره درې ملګري يې د یوې سختي نښتې په ترڅ کي وژل شوي.

ځواک وويل د وسله والو د سرې قطعي هغه ډله ییزه حمله چې نن سهار پنځه بجې شروع شوې وه په شاتمبول شوې ده.

ښاغلي ځواک وویل چې ناوې ته تازه دمې سرتېري رسېدلي او د ولسوالۍ د مرکز څخه يې وسله وال په شا کړي دي.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د سقوط خبره په داسې حال کې ورکول کېږي چې دغلته له څلورو ورځو راهیسې جګړه روانه وه.

وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ بیا ویلي چې افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.