حکیمي: افغان حکومت سبا بروکسل غونډه کې ګډون کوي

د افغانستان د مالیې وزیر وایي، افغان حکومت به سبا د بروکسل په کنفرانس کې له پوره چمتووالي سره ګډون وکړي.

اکلیل حکیمي نن په دې اړه یوې جوړې شوي غونډې ته وویل،د هغو مذاکراتو له مخې چې افغان دولت له نړیوالو مرسته کوونکو سره کړي دي څه د پاسه ۳.۵ میلیاردو ډالرو ژمنې یې ترلاسه کړي چې د بروکسل په کنفرانس کې به اعلان شي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی یاد کنفرانس ته اړونده اسناد هم چمتو کړي دي.

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس به سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې تر سره شي چې د افغان چارواکو ترڅنګ د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو استازي پکې ګډون ولري.