حکیمي: نړیوالو افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې

د افغانستان د مالیې وزیر وايي چې مرسته کوونکو هېوادونو ژمنه کړې چې په کلنۍ ډول به له افغانستان سره ۳،۵ میلیارډه ډالر مرسته کوي.

اکلیل حکیمي چې د بروکسل غونډې ته د چمتووالي په اړه یې نن د ولسي جرګې غونډې ته معلومات ورکول وویل نړیوال به دغه مرسته د بروکسل په غونډه کې به رسمي ډول اعلان کړي.

هغه زیاته کړه:

"د اوس لپاره ۳،۵ میلیارډه امریکايي ډالره تخمین شوی، هغه څه چې په رسمي ډول یې اعلانوي هغه به له دې زیات یا کم وي، خو زموږ هیله داده چې له دې څخه زیات وي."

د ښاغلي حکیمي په وینا فرانسه، جرمني، امریکا، فنلنډ او یو شمېر نور هغه هېوادونو دي چې تراوسه یې په دې برخه کې له افغانستان سره مرستې کړې دي.

د بروکسل غونډه د روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د بلجیم په مرکز بروکسل کې جوړېږي چې د ۷۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.