خوګیاڼی: د یوه افغان سیک د قاتل د نیولو هڅې پیل شوي

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي د یوه افغان - سیک د وژنې د عامل د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل د ننګرهار یو شمېر سېکانو د یوه سېک د وژل کېدو په اعتراض د ننګرهار له والي وغوښتل چې د یادې پېښې عامل ژر تر ژره ونیسي.

د خوګیاڼي په خبره دغو سکانو ته چې په دې اړه یې مظاهره هم وکړه ژمنه ورکړل شوه چې د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د پخواني کارکونکي او یو بل سک د نیولو لپاره چې په دې قضیه کې تورن بلل شوی هڅې په چټکۍ روانې دي.