وزیري: یو پلاوی د اچین ولسوالۍ د هوايي حملې په اړه څېړنه کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملې د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی ترڅو دغه پېښه وڅېړي.

دیاد وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د يادې موضوع د څېړلو لپاره پلاوی ټاکل شوی او ډېر ژر به یې پایلې له خلکو سره شریک شي.

هغه زیاته کړه:

"د ننګرهار په هغه سیمه کې چې برید شوی و، د کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس هغه د داعش سیمه وه، اما متاسفانه ویل کیږي چې هلته د داعش ترڅنګ ملکي خلک هم وژل شوي، ددې په هکله پلاوی تعین شوی دی که چېرې ملکي خلک په پېښه کې وژل شوي نو معلومات به یې موږ وروسته له مطبوعاتو سره شریک کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د نړیوالو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکې په يوه برید کې چې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د يوه قومي مشر په کور وشو یو شمېر ملکي خلک ووژل شول.

د ننګرهار ولایت امنیتي مسؤولینو ویلي چې په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د داعش د اتلسو غړو ترڅنګ یو شمېر ملکي وګړي هم وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دغه هوايي برید د يوه قومي مشر پر کور شوی چې تازه له حجه راستون شوی وو.

سره له دې چې سیمه ییز چارواکي د مړیو شویو کسانو په اړه معلومات نه ورکوي خو يوناما د پېښې د څېړلو ترڅنګ ویلي چې په دغه حمله کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې دوې اوونۍ وړاندې د کابل ارزګان پر لويه لار د افغان امنیتي ځواکونو پر يوه پوسته باندې د نړېوالو ځواکونو په هوايي حمله کې اته افغان پولیس ووژل شول.

په ورته وخت کې يو شمېر پوځي کارپوهان ددغسو هوايي حملو علت چې په کې عامه خلکو او افغان نظامیانو ته مرګ ژوبله اوړي نه همغږي بولي.

د افغانستان پخوانی لوی درستیز شېرمحمد کریمي یې په اړه وايي:

"دوی باید خپلو کې سره کښيني او دغه مسئله په دقیق ډول کوردینټ کړي او د کوردیناسون او دقیقې همږغۍ نه وروسته چې کله هدف معلوم شو له هغه وروسته دې ځای اوسیمې ته په کتو هوايي حمله وشي."

له بله پلوه د پوځي چارو يو افغان شنونکی عتیق الله امرخېل د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د نظامیانو او ملکي خلکو دغسې مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بولي او وايي چې دا يو خود سرانه عمل او د افغان حکومت او قوانینو بې احترامي ده.

هغه له افغان حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او ددغسې پېښو د تکرار مخه ونیسي.

راپور: محمد واصل وصال