د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه جګړو بیا زور اخیستی

د هلمند لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه بولان کې وسله والو ځیني نوري سیمي هم نیولي دي او د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ښار څلور کیلومترۍ کې دغه تازه پیل شویو جګړو د لښکرګاه او بولان اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي.

دهلمند چارواکي وايي د وسله والو د دې وروستیو بریدونو لپاره پوره چمتووالی لري.

د دې وروستیو ناامنیو له امله د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.

په دې اړه له هلمنده د ازادي راډیو د خبریال محمد الیاس داعي راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور