هند او پاکستان یو بل په اوربند ماتولو تورنه وي

هندوستان او پاکستان پر یو بل تور لګوي چې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې یې پر کنټرول لاین د اوربند څخه سرغړاوی کړی دی.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ وویل، هندي ځواکونو یو ځل بیا د کنټرول لاین د چمپ پر برخه توغندي ورولي دي.

د هندوستان د دفاع وزارت ویاند ویلي، هندي ځواکونو د پاکستاني ځواکونو د هغو بریدونو ځواب ویلي چې د شنبې د ورځې په سهار وختي یې د «اخنور» په سیه کې تر کنټرول لاین اخوا د هندي کشمیر په سیمو ډزې کړې وې.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ وروسته له هغې تاوتریخوالی زیات شو چې د سیپټمبر میاشتې په لومړیو کې هندوستان یوه پاکستانۍ وسله واله ډله په کشمیر کې د هند پر یوې پوځې اډې برید کې مسؤله وبلله.

په دې برید کې اتلس هندي سرتېري وژل شوي وو.