امریکا له ایرانه د نرګس محمدي د خوشي کېدو غوښتنه کړې

امریکا او اروپایي ټولنې د جمعې په ورځ له ایرانه وغوښتل چې خبریاله او مدني فعاله نرګس محمدي له زندانه خوشي کړي.

ایراني محکمو په وروستیو کې د نرګس محمدي د شپاړس کاله بند سزا تایید کړه.

نرګس محمدي تیر کال وروسته تر دې ونیول شوه چې په ایران کې یې د اعدام پرضد یو کمپاین پيل کړ.

د مې په میاشت کې دا په شپاړس کاله بند محکومه شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وویل، هیڅوک باید د سوله ییز مدني فعالیت لپاره زنداني نه شي.

اروپایي ټولنې هم په یوه بیان کې ویلي دي چې د نرګس محمدي زنداني کیدل په ایران کې د خراب بشري وضعیت څرګندونه کوي.