دفاع وزارت: عملیاتو کې ۵۷ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت په بېلابېلو عملیاتو کې د یوه طالب قوماندان په ګډون د ۵۷ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت نن په یوه بیان کې وویل، دا ګډ پوځي عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ننګرهار، کندهار، کندز، بغلان او هلمند په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره شوي دي چې په ترڅ کې یې همدا راز ۳۵ وسله‎وال ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي چې په دې پوځي عملیاتو کې د هېواد توپچي او هوايي ځواکونو هم برخه درلوده.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.