یوناما سولې پروسه او کډوالو په راستنېدو کې مرستو ته چمتو دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يا يوناما مسؤلين وايي چمتو دي چې د افغان دولت سره د سولې په پروسه او د کډوالو په بېرته راستنېدو کې مرسته وکړي.

د يادې ادارې مرستيالې کارډيل د ننګرهار ولايت له مرستيال سره په ګډه ناسته کې وويل؛ دوی هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د بېرته راستنېدونکو کډوالو او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي په مخنيوي کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي کړي.

د ننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ملګرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما مرستيالې ته د ښه راغلاست ترڅنګ، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته په اشارې سره وويل؛ افغان دولت هڅه کوي چې د نړيوالې ټولنې په مرسته کډوالو ته په نغدي مرستو برسېره په نورو برخو کې هم لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي و چې هره ورځ څه ناڅه څلور زره تنه کډوال له پاکستانه وطن ته راځي.