اولسن: افغانستان به بروکسل غونډې ته هدف مند پلان وړاندې کړي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، تمه لري چې د افغانستان حکومت به د بروکسل په کنفرانس کې د نړیوالو د قناعت لپاره د پراختیايي پروګرامونو منځ مهالی او هدف مند پلان وړاندې کړي.

ریچارډ اولسن پرون پنجشنبې واشنګټن کې وویل، تمه ده چې په بروکسل کې به له افغانستان سره به د نوي ملاتړ اعلان وشي او مرسته کوونکي به تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې د درې میلیارډو ډالرو کلنۍ مرستې ژمنه ورسره وکړي.

د اولسن په وینا، د امریکا به له کانګرسه هم وغواړي چې له افغانستان سره خپلې مرستې په اوسنۍ اندازه کې یا دې ته نېږدې وساتي.

امریکا د افغانستان په اړه د را روان نړیوال کنفرانس له عمده ګډون کوونکو بلل کېږي.

د امریکا متحد ایالات هر کال له افغانستان سره پنځه میلیارد ډالر مرسته کوي.