حزب اسلامي سره د تړون موادو تطبیق لپاره کمېسیون سبا کار پیلوي

ټاکل شوې چې سبا یو ځانګړی کمېسیون د حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د موافقې د موادو د عملي کېدو لپاره کار پيل کړي.

د افغانستان کې د سولې عالي شورا وايي، دا کمېسیون به د حزب اسلامي پر یو شمېر مشرانو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندېزونو د لېرې کېدو لپار هم کار پيل کړي.

د دې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل، دا کمېسیون به کابل ته د ګلبدین حکمتیار د ورتګ امکانات هم برابر کړي.

عبدالخبیر اوچقون زیاته کړه:

"د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اول کار دا دی چې نړیوالو ته وړاندیز وکړي چې د حزب اسلامي رهبران له توره لېسته وباسي او د بندیزونو د لېرې کولو بهیر پيل کړي. "

یوه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه‌دی څرګند شوی ویلي، امریکا د بندیزونو پر لرې کولو غور ته تیاره ده.