د بشري حقونو مدافع ټولنو ایران کې د یوې محکمې پریکړه وغندله

د بشري حقونو مدافع ټولنو په ایران کې د یوې محکمې هغه پریکړه غندلې چې د بشري حقونو پر فعالې نرګس محمدي د طویل حبس حکم یې تائید کړی دی.

د مېرمن محمدي مېړه تقي رحماني چې له خپلو دوو ماشومانو سره په فرانسه کې اوسېږي وايي چې د ایران استیناف محکمې د سې شنبې په ورځ د ده پر مېرمنې د ۱۶ کاله حبس حکم تائید کړ.

د ۲۰۰۳میلادي کال د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې شیرین عبادي چې د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز په نوم د ټولنې له موسسانو څخه ده وايي د نرګس یوازینۍ ګناه دا ده چې په داسې یوه هېواد کې د بشري حقونو دفاع کوي چې د انسانانو پر حقونو مسخرې کیږي.

په ایران کې د بشري حقونو د نړیوال کمپاین ټولنې وویل، محمدي د دې وړ ده چې یوه ورځ هم په زندان کې تېره نه‎کړي بلکې باید د بشري حقونو په برخه کې د کار او د بې عدالتۍ د ختمولو لپاره د مبارزې په خاطر وستایل شي.

نرګس محمدي پروسږکال په مې میاشت کې ونیول شوه او سږکال په اپریل میاشت کې په حبس محکومه شوه.