سویډن کمېټه: افغانستان معارف ډيرې بودیجې او مصؤنیت ته اړتیا لري

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وایي، د دغه هېواد معارف ډيرې بودیجې او مصؤنیت ته اړتیا لري.

دغې کمېټې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې لا هم د معارف په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي هغه درې نیم میلیونه ماشومان چې د ښوونځې له تګ څخه محروم دي باید په‎دې برخه کې ډيرې هڅې وشي څو بېرته ښوونځيو ته لاړ شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي په افغانستان کې د امنیتي وضیعت خرابېدل د دغه هېواد پر پوهنیز نظام هم ناوړه اغېز کړی.