له پیچلو مذاکراتو وروسته حزب اسلامي سره هوکړه وشوه

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ویډیويي پیغام له لارې له افغان ولسمشر سره دغه هوکړه‎لیک لاسلیک کړه خو په ارګ کې په دې اړه لویه او شانداره غونډه جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د دې هېواد نېږدې ټولو سیاسي مشرانو او د حزب اسلامي مرکچي پلاوي او د دغه حزب پخوانیو قوماندانانو برخه اخېستې وه.