ښځو شبکه: بروکسل کنفرانس ژمنې به جدي وڅارل شي

د افغان ښځو شبکه وایي، په بروکسل کنفرانس کې چې کومې ژمنې کېږي له هغو به جدي څارنه وکړي.

د دغې شبکې مشرې سمیرا حمیدي نن یوې خبري غونډې ته وویل چې د بروکسل کنفرانس کې به د افغانانو مهمې غوښتنې له نړیوالو سره شریکې کړي.

له اداري فساد سره مبارزه، ښه حکومتوالي، د ښځو او بشري حقونو تأمین او د ماشومانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه د افغان ښځو د شبکې له مهمو غوښتنو شمېرل کېږي.

ټاکل شوې چې د بروکسل ناسته راتلونکي اوونۍ په بلجیم کې جوړه شي.