هندي پوځیانو کشمير کې دوه پاکستاني سرتېري وژلي

پاکستاني چارواکي وايي چې د هند پوځ د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د دې هېواد دوه سرتیري وژلي دي.

د پاکستان پوځ نن وویل، پاکستاني سرتېرو تېره شپه د کنټرول په کرښه کې د هندي ځواکونو ډزو ته ځواب وویل.

پاکستاني چارواکي وايي په بیمبر، کیل او لیپا کلیو کې دا جګړه شپږ ساعته روانه وه.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف دا نښته د هندي ځواکونو له خوا څرګند او بربنډ یرغل وباله او ویې ویل، د پاکستان پوځ د دې هېواد پر ارضي تمامیت د هر راز تیري په وړاندې د دفاع وړتیا لري.

په همدې حال کې د هند پوځ ویلي دي چې له پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې یې د هغو ډلو پر ضد عملیاتي حملې کړي چې د هند پر لویو ښارونو د حملو پلانونه یې جوړول.

د هندي یوه پوځي مقام رنبیرسنګ ویلي چې په دې عملیاتو کې یې ترورېستانو او د هغو ملاتړو ته د پام وړ تلفات اړولي دي.

ښاغلي سنګ زیاته کړه:

"د ترورېزم پرضد په دې پوځي عملیاتو کې ترورېستانو او هغوی ته چې د دوی د ملاتړ هڅه کوي د پام وړ تلفات اوښتي دي."

د پاکستان پوځ وايي، د ترورېستانو ضد عملیات د هند له‎خوا جوړ شوی خیالي مفهوم دی چې هدف یې د کاذب اغېز جوړول دي.