د افغانستان انتخاباتو د کمېشنرانو د نوم ثبتېدو بهیر پیلېږي

تمه ده چې نن د افغانستان د انتخاباتو د کمېشنرانو د نوم ثبتېدو بهیر پیل شي.

له ټاکل شویو اصولو سره باید هغه کسان غوره شي چې عمرونه‌یې تر ۳۵ کلونو ښکته نه‌وي، له سیاسي ډلې سره ارتباط ونه‌لري او په خپل ژوند کې کومه جنایي دوسیه ونه‌لري.

وروسته له څو میاشتو ځنډه د غوراوي کمېټې د چهارشنبې په ورځ عملي کار پیل کړ.

دغه کمېټه به د انتخاباتو د کمېسیون لپاره ۲۱ کمېشنران وټاکي او د انتخاباتو د شکایتونو د کمېسیون لپاره به ۱۵ تنه غوره کړي.

جمهوري ریاست به بیا له دې ډلې اووه تنه د انتخاباتو د کمېسیون لپاره او پنځه تنه د شکایتونو د کمېسیون لپاره غوره کړي.