سمر: حکمتیار دې خپله له خلکو بخښنه وغواړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باید د دې مېړانه ولري چې له خلکو په تېره بیا له هغو کورنیو چې عزیزان‌یې د حزب د جګړو په ترڅ کې وژل شوي بخښنه وغواړي.

د دې کمېسیون مشرې سیما سمر دا څرګندونې نن په کابل کې په یوې خبري غونډه کې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د تړون د لاسلیک په اړه وکړې.

هغې وویل، خلک به هېڅکله هغه جنایتونه هېر نه‌کړي چې د حکمتیارحزب ترسره کړي دي.

دې وویل:

"د افغانستان د یوه وګړي په توګه له ښاغلي حکمتیاره زما انتظار همدا دی چې مېړانه وښیي او په خپله د افغانستان له خلکو په تېره بیا له هغو کورنیو بخښنه وغواړي چې عزیزان‌یې د هغه د حزب له‌خوا قرباني شوي دي."

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشره دغه غوښتنه په داسې حال کې کوي چې له یوه مورد پرته په کورنیو جګړو کې د ښکېلو ډلو مشرانو چې ډېر یې په حکومت کې دي او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له‌خوا جنګي مجرمین او له بشري حقونو څخه سرغړونکي بلل شوي، تر اوسه له خلکو د خپلو ترسره کړو جنایتونو په خاطر بخښنه نه‌ده غوښتې.

د حکومت او حزب تر منځ په شوي تړون کې دغه‌راز په خپله حکمتیار او د دې ګوند غړو ته قانوني مصونیت ورکول شوی دی.