مسؤلان: ۲ اوونیو کې له کندهاره څه باندې زر ټنه مېوه صادره شوې

د کندهار د سوداګرۍ ریاست مسؤلان وایي چې په دې وروستیو دوو اوونیو کې په منظم ډول څه باندې ۱۰۰۰ ټنه وچه او تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.

د دې ولایت د سوداګرۍ رئیس انجینیر عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل چې تر ډېره حده دغه مېوه هندوستان او پاکستان ته صادره شوې ده.

نوموړی وایي چې په صادره شوې تازه مېوه کې ۵۷۰۰ ټنه‌یې انګور وو.

ښاغلی باقي وایي چې سږ کال د انارو محصولات هم ښه دي.